
کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ښځو او ماشومانو د عدالت غوښتنې يوه څېړنیزه شبکه وايي چې طالبانو د خپل حاکمیت په تېره شاوخوا څلور کلنه موده کې ۹۰ سلنه ښځې له دندو ګوښه کړې دي.
يادې شبکې په خپله يوه څېړنه کې موندلې چې د طالبانو د رهبرۍ له لوري د ښځو د محرومیت فرمانونه له دندو د ښځو د ګوښه کېدو لوی لامل دی.
دا څېړنه چې په بلخ، کابل، بدخشان، هرات، ننګرهار، میدان وردک، غور، لوګر او بامیان ولایتونو کې د ۲۰۲۴ د اکتوبر څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ پورې ترسره شوې ، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د فرمانونو اغېز نوم ورکړل شوی دی.
دغه څېړنه کې موندل شوې چې د طالبانو له لوري د ښځو په تړاو فرمانونو له امله ښځې له رواني، اقتصادي او تاوتریخجنو ستونزو سره مخ شوي او له زده کړو محرومې شوې دي.
د څېړنې له مخې، ۹۰ اعشاریه ۲ سلنه ښځې له دندو ګوښه شوې دي، دغه راز د همدغو فرمانونو له امله ۳۶ سلنه ښځې له رواني، اقتصادي او جسمي ستونزو سره مخ شوي، ۶۵ سلنه ښځې د تاوتریخوالي شاهدې وې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته د ښځو ښوونځي وتړل او بیا يې پوهنتونه هم وربند کړل او دغه راز يې په دولتي ادارو کې له کار کولو هم منع کړي دي.