
کابل ټیلیګراف – ۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند د بهرنيو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې او ټيکاو له دوام څخه ملاتړ کړی او دغه راز یې له دغه هېواد سره د بشري او پرمختیايي مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.
راجناټ سېنګ دا څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې کړې دي.
هغه ويلي: «هند تل د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د ملاتړ ثابته تګلاره غوره کړې. زموږ په بېړنيو لومړیتوبونو کې بشري مرستې او د افغانستان د پرمختیا ملاتړ شامل دی. هند د افغانستان تر ټولو لوی سیمهییز پرمختیایي شریک دی او د افغانانو لپاره د ظرفیت جوړونې پروګرامونه پر مخ وړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو د حکومت او هند ترمنځ اړیکې د ښه کېدو خواته روانې دي.