افغانستانخبرونه

د آلمان پولیسو یو افغان پناه غوښتونکی په ډزو وواژه

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د آلمان پولیسو د پنجشنبې په ورځ په بادن-وورتمبرګ ایالت کې یو ۲۷ کلن افغان پناه غوښتونکی په ډزو وواژه.

پولیسو ویلي چې دا کس وروسته له هغه ووژل شو چې پر مامورینو یې د چاقو برید وکړ.

په دې پېښه کې یو پولیس ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، کله چې دا کس د مامورینو له شتون خبر شو، چاقو یې راوایست او پرې برید وکړ، چې په ترڅ کې یوه افسر سخت ټپي شو او په ورته وخت کې مامورینو پر بریدګر څو ډزې وکړې، چې د لګیدو له امله بریدګر ځای په ځای مړ شو.

پولیسو ویلي چې د ټپي افسر روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

له دې پېښې وروسته، د وانګن ښار مرکزي برخه د پولیسو له خوا بنده شوه او د جنایي څېړنو ټیم لخوا پلټنې پیل شوې.

د بادن-وورتمبرګ د کورنیو چارو وزیر دا برید وغانده او ویې ویل: «په دې هېواد کې هیڅوک حق نه لري چې پر پولیسو د چاقو برید وکړي؛ هر څوک چې دا کار کوي، خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.»