
کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا له خوا د ایران پر وړاندې اقتصادي بندیزونو د لرې کولو وړاندیز امکان لري.
د ناټو په سرمشریزه کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: راتلونکې اوونۍ به له ایران سره خبرې وشي او ممکن یو تړون لاسلیک شي.
د ایران او امریکا په خبرو کې داسې امکان شته چې واشنګټن به ایران ته د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو وړاندیز وکړي او ایران ته به اجازه ورکړل شي چې په بهرنیو بانکونو کې خپل ۶ میلیارده ډالره وکاروي، خو تر ټولو مهمه شرط دا دی چې ایران ته به د یورانیمو غني کولو اجازه نه وي.
ټرمپ ویلي چې د ایران اټومي تاسیساتو څخه هیڅ شی نه دی انتقال شوې او دا کار خورا ستونزمن او خطرناک دی.
هغه د پنټاګون د راپور پر خپرولو، چې وایي د ایران اټومي تاسیساتو ته زیان نه دی رسېدلی، د سي اېن اېن او نیویارک ټایمز یو شمېر خبریالان له دندو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
ټرمپ زیاته کړې چې ایران په زړورتیا سره جګړه کړې، خو د ایران او اسراییلو ترمنځ بیا جګړې امکان نشته.