
کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسراییلو یوه ورځپاڼې ادعا کړې چې د غزې جګړه به په دوو اوونیو کې پای ته ورسېږي او د حماس پر ځای به ۴ عربي هېوادونه د غزې اداره په غاړه واخلي.
د ورځپاڼې په وینا، ولسمشر ټرمپ او د اسراییلو لومړي وزیر نیتن یاهو د غزې د جګړې د پای ته رسولو پر هوکړه کړې ده.
د دوی ترمنځ د ایران پر وړاندې د امریکا د برید وروسته د دوشنبې په ورځ ټلیفوني اړیکه شوې، چې په کې یې د جګړې د بندولو پرېکړه وکړه.
د دغه پرېکړې له مخې؛ غزې یرغمال شوي کسان به خوشې او د حماس مشران به جلاوطن شي، او هغه فلسطینیان چې غزه پرېږدي، بلې ایالت ته به ولېږدول شي.
سعودي عربستان او سوریې له اسراییلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو په بدل کې، اسراییل به د دوه دولتي حل ملاتړ وکړي، خو د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو شرط به وي.
امریکا به د لویدیځې غاړې په ځینو برخو کې د اسراییلو خپلواکي په رسمیت وپېژني.