افغانستانخبرونه

حقاني: په تېرو څلورو کلونو کې د عمومي بخښنې امر په بریالیتوب پلي شوی

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه غونډه کې ویلي، چې په تیرو څلورو کالونو کې د عمومي بخښنې امر په اغېزمنه توګه پلي شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې موده کې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، اسلامي او ملي ګټې ساتل شوې، او د څلوېښت کلنې دښمنۍ پر ځای د دوستۍ او ورورۍ فضا رامنځته شوې ده.

حقاني وویل چې د ټولنې د اصلاح او د حکومت د ټینګښت لپاره د ټولو وګړو ګډون اړین دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت په وخت د پخوانیو سرتیرو د وژل کېدو خبرونه ورکول کیږي او اټکل کیږي، چې طالبان د بخښنې امر څخه سرغړونه کوي.