
کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینو ویلي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د وسله والو په برید کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی دی.
د را پورنو له مخې؛ دا پوځي محبوب نیازي نومېده، چې لومړی ټپي او بیا د سختو ټپونو له امله مړ شوی دی.
د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د پاکستاني پوځیانو د مرګ ژوبلې کچه زیاته شوې ده.