افغانستانخبرونه

روسیې افغانستان ته د منځني ختیځ د وسله والو د ننوتلو په اړه خبرداری ورکړ

کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې دفاع وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د منځني ختیځ وسله والو د افغانستان د ننوتلو بهیر دوام لري.

نوموړي زیاته کړې، په دې هېواد کې د ترهګرۍ ایډیالوژۍ خپرېدل د سیمې د ناامنۍ او ترهګریزو ګواښونو اصلي سرچینه ده.

هغه وویل چې په افغانستان کې دوامداره بې ثباتي د سرحدي جرمونو او امنیتي ګواښونو د زیاتوالي لامل شوې ده.

که څه هم طالبانو تر اوسه د یادو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي، خو له وړاندې ویلي، چې په دغه هېواد کې به هیڅ بهرنۍ وسله والې ډلې ته ځآی ورنکړي او ډاډ یې ښودلی، چې افغانستان به د سیمې او نړۍ د هیڅ هېواد په زیان ونه کارول شي.