
کابل ټیلیګراف – ۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علی رضا بیکدیلي سره لیدلي او د افغان کډوالو د تدریجي او پلان شوې راستنېدو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
متقي د کډوالو د ډله ییز راستنېدو په اړه، په ځانګړي ډول د دوبي په تودوخه کې، اندېښنه څرګنده کړه او وړاندیز یې وکړ چې د دواړو هېوادونو په ګډون دې یو منظم میکانیزم جوړ شي.
هغه د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند په اړه وویل چې دا د سیمې د ثبات لپاره ګټور دی او باید تحولات داسې مدیریت شي چې تاوتریخوالی زیات نه کړي.
د ایران سفیر د طالبانو د همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل چې د کډوالو موضوع د ایران له لوړپوړو چارواکو سره تر بحث لاندې ده او د ستونزو د حل لپاره به اړین ګامونه واخیستل شي.