
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته په یوه استول شوي لیک کې له امنیت شورا غوښتي چې اسرائیل او امریکا دې پر دې هېواد «د تېري کوونکي عمل» د پیل کوونکو په توګه وپیژني او د دې تېري پوښتنه دې ترې وکړي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په دې لیک کې دغه راز غوښتنه شوې، چې د دې بریدونو د مسولیت په ګډون د غرامت ورکړه او د اوښتو زیانونو جبران دې په رسمیت وپیژني.
ښاغلي عراقچي په دې لیک کې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه «بېشرمه» تېری او د نړیوالو قوانینو بنسټیزو اصولو ته سپکاوی بللی دی او ټینګار یې کړی چې د دې بریدونو او د هغوی له حقوقي پایلو سترګې پټول به د ملګرو ملتونو د نظام اعتبار کمزوری کړي.