
کابل ټیلیګراف – ۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د تېر په پرتله له ۷ سلنې ډېر زیاتوالی راغلی او شاوخوا يو میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.
د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې د تېر ۲۰۲۴ کال د اپرېل له لومړيو د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې نېټې پورې د دواړو خواوو سوداګرۍ کچه له میلیارډ ډالرو اوښتې ده.
د سرچینې په وينا، له افغانستان څخه دغه هېواد ته ۶۸۹ میلیونه ډالر صادرات شوي او له هغې غاړې افغانستان ته ۳۱۸ میلیونه ډالر شوي چې د تېر کال په پرتله ۷ اعشاریه ۳ سلنه زیاتوالی څرګندوي.
هند وايي، پر افغان سوداګریزو توکو کې مالیات صفر کړي چې ورسره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.