
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) کلنۍ نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه مراکش ته سفر وکړ.
یاده غونډه د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د مراکش په پلازمېنه رباط ښار کې جوړېږي، چې تمرکز به یې د اسلامي مالي سکټور، بانکي شفافیت، مالي ثبات او نړیوالو همکاریو پر پراختیا وي.