افغانستانځانګړي برخهراپورونه

موساد ته د جاسوسۍ تورونه؛ ایراني امنيتي ادارو افغان کډوال تر فشار لاندې راوستي

کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال ایراني امنيتي ادارو په مشهد او تهران کې پنځه ځایه په ډله ييز او انفرادي ډول موساد ته د جاسوسۍ په تور افغان کډوال ونيول. د دغو نیونو څخه د درې هغو د جبري اعترافاتو ويډيوګانې هم د ایران تبلغاتي ادارو نشر کړې خو په مشهد کې يې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په تور د ۱۸ نيول شويو افغان کډوړالو او د يو بل افغان کډوال محصل چې د مایکرو ډرون یا وړو بې پيلوټه الوتکو د جوړولو په تور نيول شوی وو ويډيو او يا هم نور جزیات يې خپاره نشول.

د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم د جون په ۱۸مه خبر ورکړی و چې يو افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د دغه هېواد په ری ښار کې يې زده کړې کولې، موساد ته د جاسوسۍ په تور نیول شی دی. ياد خبري اژانس ادعا کړې وه چې دغه شخص په خپل ګرځنده ټلیفون کې د ډرون الوتکو د جوړولو د لارښود ويډيوګانې درلودې.د دغه شخص نوم او عکس تر اوسه نه دی رسنيز شوی او ایراني امنيتي ادارو هم د هغه په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

په يو بل خبر کې چې د جون په ۲۳مه نشر شوی، د ایران (۷صبح) رسنۍ ادعا کړې چې موساد ته د جاسوسۍ په تور امنيتي ادارو په پاکدشت سیمه کې دوه افغان کډوال نيولي دي. دغې رسنۍ د پاکدشت سیمې د امنیتي ادارو له لوري چمتو شوې ويډیو خپره کړې چې په کې ظاهراً ليدل کېږي چې یاد کسان اعتراف کوي چې پر يوې ځايي امنيتي قرارګاه باندې يې د برید هوډ درلود.

د نیول شويو کسانو څخه يو يې وايي چې له تېرو اتو کلونو ایران کې اوسېږي او بل يې يو کال او دوه میاشتې وړاندې ایران ته مسافر/کډوال شوی دی.

دا افغان کډوال وايي له کوم شخص سره یې چې د دغه برید په اړه خبره کړې وه، د پیسو په تړاو ورسره نه دي غږېدلي. دغه راز له یادو کسانو سره يو ایرانی هم نيول شوی چې هغه وايي، د دغه برید موخه د ترهګرۍ او وحشت خپرول وو.

له همدغې ويډيو برته چې ځايي امنيتي ادارو له محکمې پرته ترې ثبت کړې د يادو کسانو په تړاو نه معلومات خپاره شوي او نه يې هم د محکمې او يا بل قانوني اقدام راپور خپور شوی دی. له نیول شويو کسانو سره یوازې د موټر څو بټرۍ، د تلویزیون د کنټرول دستګاه (ریسیور) او يو د تلویزیون ریموټ تر سترګو کېږي خو په ويډيو کې خبرې کوونکې د (۷ صبح) رسنۍ ويانده ادعا کوي چې نيول شويو کسانو په يوې امنيتي قرارګاه د برید پلان درلود.

موساد ته د جاسوسۍ تورونو د کډوالو ژوند تريخ کړی

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال او تر هغې را وروسته د ایراني امنيتي او استخباراتي ادارو له لوري پر افغان کډوالو موساد سره د جاسوسۍ تورونو هلته د مېشتو افغان کډوالو ژوند تریخ کړی دی. هغوی چې د راتګ امکانات لري هېواد ته راستنېږي.

هلته مېشت يو شمېر افغان کډوال وايي، د ایراني امنيتي ادارو له لوري موساد ته د جاسوسۍ په تور نيول کېږي، په چیک پاینټونو کې پلټل کېږي، تحقیرېږي او حتی پاسپورټونه يې څيرل کېږي.

په ایران کې مېشت افغان محصل سالم رضايي د جون په ۲۷مه پر خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې په قم ښار کې موساد ته د جاسوسۍ په تور نيول شوی، پلټل شوی او سپکاوی يې شوی دی.

هغه زیاته کړې: «پوليسو مې کمپيوټر او اسناد وپلټل، راته وویل شوی چې له سهاره تر اوسه له خلکو اطلاعات راټولوې. ما ورته وويل نه مې دي راټول کړی. بیا یې موږ مرکز ته يوړو، هلته يې هم ورټلو، هم يې سپکاوی وکړ او هم يې ووهلو.او بیا يې خبر ورکړ چې موږ د موساد جاسوسان نيولي دی.»

يو شمېر افغان فعالان د ایراني امنيتي ادارو له لوري موساد ته د جاسوسۍ په تور د افغان کډوالو نیول او تورنول تر نیوکې لاندې نيسي او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې هلته د مېشتو افغان کډوالو او محصلینو پوښتنه دې وکړي.

بلخوا د اسرائیلو او ایران تر منځ تر جګړې اوروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدنې لړۍ چټکه شوې ده. راپروونه وايي چې تر اوسه له ایران څخه ۲۳۳ زره افغان کوالو را ویستل شوي دي.