
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو تر واک لاندې په اذربایجان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د څلورو کالونو ځنډ وروسته یې په دغه هېوااد کې افغانانو ته د پاسپورت د ویش پروسه بیا پیل کړې ده.
دغه سفارت پرون یوه انځور خپور کړ چې په کې د طالبانو ګمارل شوی استازی محمد فیصل، یو افغان وګړي ته پاسپورت ورکوي.
د پخواني حکومت له سقوط او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د افغانستان په ډیری سیاسي او قونسلي استازولیو کې د پاسپورت ویش پروسه ودرول شوه.
تر دې مخکې د افغانستان یو شمېر سیاسي استازولۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، هم افغانانو ته د پاسپورټ د ویش لړۍ پیل کړې وه.
په دغه سفارتونو کې اسلام اباد، تهران، استنبول او نوي ډیلي شامل دي.