
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د تلنګاني ایالت د سنګاریدې سیمې په صنعتي کیمیاوي فابریکې کې د چاونې له امله لس تنه وژل شوي دي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د چاودنې وروسته په فابریکه کې اور هم بل شوی چې د کنټرول لپاره یې ژغورنې عملیات روان دي.
په دې پېښه کې د ۲۶ ټپیانو څخه یې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.