
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایډاهو ایالت په شمال کې د اوروژنې پر کارکوونکو د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي.
د راپورونو پر بنسټ، د اور وژنې دغه کار کوونکي تېره ورځ د اور پر مهار بوخت وو، چې په نښه شوي.
د امریکا پولیسو ویلي، تر دې دمه د بریدګر یا بریدګرو هویت نه دی معلوم شوی.