
کابل ټیلیګراف – ۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په اروپا کې د سختې ګرمۍ څپې دوام لري؛ په هسپانیا کې تودوخه ۴۶ درجو ته رسېدلې ده.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د هسپانیا په ایل ګراناډو کلیوالي سیمه کې د جون میاشتې لپاره د تودوخې نوی ریکارډ جوړ شوی.
پرتګال، ایټالیا، کروشیا، فرانسه، اتریش، بلجیم، بوسنیا، هنګري، سربیا، سلووینیا او سویس کې هم د ګرم موسم وړاندوینه شوې ده او د تودوخې په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.