افغانستانخبرونه

طالبانو دوه تنه د خلکو فیمینیزم او عیسویت په ته د بلنې په تور نیولي

کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

.د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د «نما رسنۍ» کلتوري-مذهبي موسسې دوه کارکوونکي په کابل کې د «خلکو فیمینیزم او عیسویت ته د بلنې» په تور نیولي دي.

د دې وزارت ویاند، سیف السلام خیبر وایي، چې د دې کسانو اعترافات به ډیر ژر خپاره شي.

نیول شویو کسانو کې یو کس سید رضا دی، چې د میدان وردک اصلي اوسیدونکی او اوس مهال په کابل کې میشت و.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ادعا کوي چې دا کسان د «الحادي افکارو، عیسوي دین او خلکو فیمینیزم ته د بلنې» په تور نیول شوي دي.

فیمینیزم یو خوځښت دی چې د جنسیتي برابرۍ، د ښځو د حقونو دفاع او د دوی پر وړاندې ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تبعیض لرې کولو په موخه فعالیت کوي.

طالبانو هر ډول آزاد ټولنیز، مذهبي او رسنیز فعالیتونه سرکوب کړي او په افغانستان کې یې په بشپړه توګه سانسور پلي کړی دی.

طالبانو د ښځو پورې اړوند ټول خوځښتونه او د بشري حقونو فعالان سرکوب کړي دي.

دغه ډله د شیعه او اسماعیلي مذهبونو د پیروانو فعالیتونه هم په شدت سره محدود کړي دي.

په بدخشان کې یو شمېر اسماعیلي مذهبه کسان اړ شوي چې خپل مذهب بدل کړي.

په تیرو څلورو کلونو کې یو شمېر خبریالان هم د نظام پر ضد د تبلیغ په تور په پلچرخي او بګرام زندانونو کې بندي دي.