
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا متحده ایالاتونو د غیر قانوني کډوالۍ د ایستلو مسؤل تام هومن وایي، د افغانانو په ګډون ټول هغه وګړي چې په غیر قانوني ډول امریکا ته داخل شوي دي، تر تعقیب لاندې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د کډوالو غیرقانوني شتون د امریکا حکومت لپاره د منلو وړ نه دی، ځکه د عامه امنیت ساتل یې لومړیتوب دی.
هومن زیاته کړه، په غیرقانوني توګه په امریکا کې د کډوالو شتون د منلو وړ نه دی او په دې برخه کې هیڅ ډول استثنا شتون نلري.
نوموړی وایي، موږ د هغه کسانو په لټه کې یو، چې د عامه امنیت او ملي امنیت لپاره په زیان تمامیدلی شي.
هومن ټینګار وکړ چې د خلاصو پولو پالیسۍ ته باید پای ورکړل شي ترڅو هیڅوک ونشي کولی په غیرقانوني توګه هیواد ته ننوځي.
د ټرمپ اداره د افغانستان، ایران او یو شمېر نورو هیوادونو په وګړو امریکا ته په داخلېدو بندیز لګولی، خو هغه افغانان چې د ځانګړي کډوالۍ ویزې شرایط پوره کوي، د سفر له بندیز څخه معاف دي.
د ټرمپ له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو د ایستلو پروسه هم ودرول شوې ده.
د دې پروسې بندیدو په افغانستان او ځینو ګاونډیو هیوادونو کې زرګونه کسان په نامعلوم برخلیک کې اچولي دي.