
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د عدلیې وزارت په یوه نوې فهرست کې د دې هیواد د تابعیت د سلبولو کلیدي شرایط اعلان کړل.
د ملي امنیت لپاره ګواښ، د اسنادو جعل کول، د دولتي خدماتو ترلاسه کولو لپاره درغلي، جنایي سوابق پټول، د بشري حقونو نقض، د جنایي ډلو سره همکاري او فعال جنایي دوسیه درلودل، په دغه شرایطو کې شتون لري.
د را پورونو له مخې؛ دا پالیسي په عمده توګه هغه وګړي په نښه کوي چې په متحده ایالاتو کې زیږیدلي نه دي؛ د ۲۰۲۳ کال د احصایو له مخې شاوخوا ۲۵ میلیونه کډوال د امریکا څخه بهر زیږیدلي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت د تابعیت د سلبولو لپاره لاندې شرایط ټاکلي دي: هغه کس چې د امریکا امنیت ته ګواښ وي، د تابعیت ترلاسه کولو په پروسه کې جعلي اسناد یا ناسم معلومات وړاندې کړي وي، د دولتي خدماتو په شمول د روغتیا بیمې ترلاسه کولو لپاره مالي درغلي کړې وي.
سربیره پردې، د عدلیې وزارت ویلي چې هغه کس چې د درغلۍ له لارې نورو اشخاصو یا بنسټونو ته زیان رسولی وي، د تابعیت غوښتنې پر مهال خپل جنایي سوابق پټ کړي وي، د بشري حقونو په نقض کې ښکیل وي، هم د تابعیت له حق څخه محروم کیږي.
د جنایي ډلو سره اړیکه، د انساني قاچاق په برخه کې رول او فعال جنایي دوسیه درلودل نور هغه شرایط دي چې د عدلیې وزارت ورته اشاره کړې ده.
دا لارښوونه د عدلیې وزارت ته پراخه واک ورکوي ترڅو پریکړه وکړي چې کله د وړ کسانو د تابعیت سلبولو لپاره اقدام وکړي.
د دې پرېکړې له مخې، هغه کسان چې د قانوني پروسو تابع کیږي، د جنایي پروسو برعکس، د وکیل اخیستلو حق نلري.
د عدلیې وزارت مرستیال ټینګار کړی چې دا وزارت به د تابعیت سلبولو پروسه په ټولو قانوني مواردو کې په لومړیتوب سره تعقیب کړي.