
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ایران د اسرائیل سره د اوربند له ۶ ورځو وروسته د خپل هیواد لویدیځ هوايي حدود هم د بهرنیو الوتنو لپاره په مشروط ډول پرانیستل.
د جون په ۱۳مه د ایران او اسرائیل ترمنځ جګړه پیل شوه او د جون په ۲۵مه په دواړو هیوادونو کې اوربند وشو.
د اوربند په دوهمه ورځ ایران خپل ختیځ هوايي حدود د مخکیني اجازې په شرط پرانیستل، خو لویدیځ هوايي حدود د الوتنو لپاره بند وو چې د دوشنبې په ورځ هغه هم پرانیستل شول.
د بهرنیو الوتنو لپاره چې د ایران له لویدیځ هوايي حدودو څخه تیریږي، باید د (FL245) یعنې له ۲۴۵۰۰ فوټو څخه په لوړه ارتفاع الوتنه وکړي.
وړمه ورځ د ایران او اسلام اباد ترمنځ مستقیمې الوتنې هم پیل شوې او ټاکل شوې چې د نورو هېوادونو سره هم ایران خپلې الوتنې پيل کړي.