
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د امربالمعروف وزارت وايي، په کابل ښار کې يې د يوې موسسې دوه کار کوونکي عسویت او الحادي افکارو ته د خلکو د هڅونې په تور دوه کسان نيولي دي.
د دغه وزارت وياند سیف خیبر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د «نما رسنۍ» کلتوري-مذهبي موسسې دوه کارکوونکي مو په کابل کې د «خلکو فیمینیزم او عیسویت ته د بلنې» په تور ونیول، چې ژر به یې اعترافات خپاره شي.
دی وايي، دغه کسانو د الحادي افکار، عیسوي دین او خلک فیمینیزم ته هڅول.
نوموړي د نیول شويو کسانو له ډلې د يوه هغه تصوير او پېژندګلوی هم خپره کړې چې اصلاً د میدان وردک ولایت د بهسودو ولسوالۍ دی اوسمهال په کابل کې ژوند کوي او دغې موسسې سره کار کوي.