
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د نورستان په دواب ولسوالۍ کې يو ځايي اوسېدونکی د خپل ورور له لوري وژل شوی او قاتل له سيمې تښتېدلی دی.
په نورستان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍوياند غلام رحمان حیدري رسنیو ته ويلي چې د دواب ولسوالۍ اړوند د ژونیا درې په باداري کلي کې تېره شپه شاوخوا لس بجې يو کس خپل ورور وژلی دی.
هغه زیاته کړه، قاتل له سیمې تښتېدلی خو د نیولو هڅې یې روانې دي.