
کابل ټیلیګراف – ۱۰ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوست ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د پلي کولو کمېټې په اونیزه غونډه کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به ډاکټران ناروغانو ته راز لرونکې یا نه لوستل کېدونکې نسخې نه لیکي.
د امربالمعروف نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، دغه کمیټه به له دې وروسته روغتیايي مرکزونه تر څارنې لاندې ساتي او د هغو کړنو مخه به نیسي چې د قانون او اسلامي اصولو خلاف دي.