روسیې د افغانستان د کنګل شویو پيسو د خلاصون غوښتنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې یوه غونډه کې د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه.
د روسیې د (تاس) خبري اژانس په يو راپور کې ويلي چې ښاغلي کابلوف امریکا ته په خطاب کې وویل: «واشنګټن باید د افغانستان ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت کنګل کړې شتمني ازاده کړي.»
د روسیې ځانګړي استازي دغه راز وويل، د افغانستان ستونزه په تکراري غونډو، کنفرانسونو او تحلیلونو نه حل کېږي، افغانان رښتیني مرستې ته اړتیا لري، وعدې او تحلیلونه ورته ګټه نه شي رسولی.
نوموړي د روسیې د ترهګریزو ډلو له لېست څخه د افغان طالبانو د نومونو ویستلوته په اشارې سره وويل: «دا له کابل سره د همکارۍ یو لوی ګام و.»
کابلوف زیاته کړه چې روسیې له طالبانو سره د امنیتي همغږۍ په برخه کې همکاري زیاته کړې ده.
د يادولو وړ ده چې د دوحې غونډه پرون د دوشنبې په ورځ د طالبانو د استازو پر موجودیت سربېره د پاکستان، روسیې او چین د استازو په ګډون پيل شوه. دغې غونډې ته د طالبانو د رژيم مخالف افغان سیاسیون مستقیماً نه دي وربلل شوي.