ټیکنالوژي
دوبۍ کې د الوتونکو ټکسي بریالۍ آزموینې ترسره شوه

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د عامه ترانسپورټ په برخه کې پرمختګونه پیل شوي.
پرون هلته د الوتونکي ټکسي بریالۍ ازموینه ترسره شوه.
دا ټکسي بې له رن وې حرکت او الوتنه کولی شي، ۱۶۰ کیلومتره سفر کولی شي، او اعظمي سرعت یې ۳۲۰ کیلومتره په ساعت کې دی.
د دوبۍ هوايي ډګر څخه تر پام جمیرا پورې سفر به په ۱۲ دقیقو کې بشپړ شي.
دا ټکسي به راتلونکي کال سوداګریز عملیات پیل کړي او د دوبۍ هوايي ډګر به ورته نږدې سټیشن جوړ شي.
دوبۍ به لومړنی ښار وي چې الوتونکې موټرې به د عامه ټرانسپورټ لپاره په کې وکارول شي.