
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د شبرغان ـ میمنې پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه او پینځه نور ټپيان شوي دي.
جوزجان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، چې دا ترافیکي پېښه نن سهار د خواجه دوکوه ولسوالۍ د دښت لیلې مدرسې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپيان د جوزجان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د یو شمېر روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.