افغانستانخبرونه

په بدخشان کې د طالبانو والي د خاش پر لاریون کوونکو د ډزو تاييد وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو والي محمد ايوب خالد په بدخشان کې د خاش ولسوالۍ پر لاریون کوونکو د ډزو تاييد کړی دی.

هغه د بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ويلي چې د طالبانو ځواکونو د لاریون د تيت پرک کولو لپاره د اوښکې بهوونکي ګاز او اوبو پاشلو وسايل نه درلودل او په همدې موخه یې ډزې کړي دي.

د را پورونو له مخې؛ په دغه ډزو کې د ښځو په ګډون یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

په بدخشان کې د طالبانو والي د مظاهره کوونکو د وژل کېدو په اړه په ضمني توګه تاييد کړی او ويلي يې دي چې ممکن ځينې کسان د پښو لاندې شوي وي يا پر مظاهره کوونکو د کورونو څخه چا ډزې کړې وي.

هغه پرته له دې چې د تلفاتو شمېر ورکړي تاييد کړې چې ممکن د طالبانو په ډزو کې چا ته زيان رسېدلی وي.

په بدخشان کې د طالبانو والي ويلي چې د خاش د خلکو مظاهرې کنټرول شوې او اوس حالات ارام دي.

د خاش اوسېدونکو مظاهرې د طالبانو پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو نوې څپه ده.