افغانستانخبرونه

طالبانو په هرات کې د محرم د عزادارۍ بېرغونه ويجاړ او دوه عزاداران يې ټپيان کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په هرات کې سيمه ېيزې سرچينې وايي چې طالبانو د شپې په تياره کې د دې ولايت په ځينو شيعه مېشته سيمو کې د محرم د عزادارۍ بېرغونه او «موکبونه» ويجاړ کړي، پر عزادارانو يې ډزې کړې او دوه کسان يې ټپيان کړي دي.

د سرچينو په وينا، طالبانو تېره شپه د جبرئيل او کوره ملي سيمو کې د محرم د عزادارۍ بېرغونه او موکبونه ويجاړ او راټول کړي او يو شمېر عزاداران يې هم له ځان سره يووړل.

سرچينې وايي، دا بېرغونه او موکبونه د طالبانو سره د همغږۍ له مخې او په مخکې ټاکل شويو ځايونو کې نصب شوي وو.

په هرات کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه د محرم د عزادارۍ د بېرغونو او موکبونو د راټولو او پر عزادارانو د ډزو په اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو تېر کال هم په هرات کې د محرم د عزادارۍ بېرغونه ويجاړ او راټول کړي وو او پر عزادارانو يې ډزې کړې وې.