
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د « د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې سره د همکاريو د ځنډولو په اړه دولت مکلفيت قانون » د اجرا لپاره د هغه هېواد دولتي ادارو ته وسپاره.
دا قانون نن (چهارشنبه، د سرطان ۱۱مه) د ايران ولسمشر لخوا رسماٌ اعلان شوی دی.
د ايران د استازو مجلس تېره اوونۍ چهارشنبه پرته له کومې مخالفې رایې دا طرحه تائید کړه.
دا طرحه وروسته د ايران د خبرګانو شورا لخوا تاييد او په قانون بدله شوه.