
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه نوې تګلاره جوړه کړې، چې له مخې د دغه ډلې تر واک لاندې د خصوصي رسنیو باندې بندیز لګیدلی، چې هیڅ ډول پر دوی نیوکه او د پالیسو خلاف خپرونې نشي کولی.
د دغه تګلارې له مخې؛ تر دې وروسته په افغانستان کې فعاله رسنۍ د هرې سیاسي خپرونې د چمتو کولو په موخه باید د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه اجازه واخلي.
په دغه تګلاره کې سپارښتنه شوې، چې د سیاسي خپرونو کارپوهان هم باید د طالبانو له یاد وزارت څخه تائید شوي وي.
پر افغانستان واکمنې ډلې ګواښ کړی، که کومه رسنۍ د دوی د حکومت، د ملي یووالي یا ارزښتونو پر ضد نشرات وکړي؛ له جدي سزا سره به مخ شي او ان د جواز لغوه کېدو امکان یې هم شته.
په دې تازه تګلاره او لارښود کې رسنیو ته سپارښتنه شوې، چې د نیوکې پر مهال باید د طالبانو مشران «په درنښت او د قانون په چوکاټ» کې په پوره درناوي سره یاد کړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې، د بیان ازادۍ په برخې کې سانسور او فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي او د تازه لارښود د رسنیو پر وړاندې د یوه سیسټماتیک سانسور ښکارندویي کوي.