افغانستانخبرونه

خلیزاد د ایران له لوري د افغان کډوالو په زوره ویستلو لړۍ باندې نيوکه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي او ډيپلومات زلمي خلیلزاد د ایران له لوري د افغان کډوالو د ويستلو پر پروسې نیوکه وکړه.

خلیلزاد دغې پروسې ته په نیوکې سره پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تېرو څو ورځو کې ایران هلته مېشت زرګونه افغان کډوال په زوره له دغه هېواد څخه وويستل.په ځينو وختونو کې ښايي د کډوالو د ویستلو پروسه ګټوره وي؛ خو اوسمهال چې زه وينم د دغې چارې وخت نه دی.که یې خت هم راغلی وي خو ایران دا چاره په بې د افغانستان له اوسني حکومت سره مشورې پرته او په یو ناګهاني ډوله يې پيل کړې چې زه دا چاره غندم.»

خلیلزاد د افغانستان او ایران ترمنځ ګډو فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره ويلي چې ایران باید د ګاونډيتوب حق ته په کتو او له شاوخوا پنځوس کلونو راهېسې چې هلته کډوال مېشت دي او ایران کې يې کار او زیار ويستی او د دې ترڅنګ د ایران اسلامي جمهوریت زرګونه افغان کډوال سوریې ته د ایران د پلوۍ لپاره جګړې ته لېږل شوي وو، دغې چارې ته په کتو هم باید افغان وګړي په دا ډول له خپل هېواده ويستلو ته اړ نه کړي.

په دې وروستيو کې چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه وشوه، د جګړې په جریان کې او تر څنګ یې تر اوربند وروسته د ځايي امنيتي ادارو له لوري د افغان کډوالو زورونه، موساد ته د جاسوسۍ په بهانه نیونه او له دغه هېواد څخه یې په زوره را ویستل ډېر کړي دي.