خبرونهنړۍ

کراچۍ : د کورني شخړو پر مهال زوم د خسر په ګډون درې تنه وژلي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو زوم خپل خسر چې د نوموړي کور ته ورغلی و، په ډزو وژلی دی.

دغه پېښه د کراچۍ په اورنګي ټاون مؤمن اباد سیمه کې شوې، چې د زوم له لورې د خسر په ګډون درې تنه په ډزو وژل شوي.

پولیس وایي، د پېښې وروسته زوم له سیمې تښتیدلی، خو د کورنۍ درې غړي یې د قضیې په تړاو نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې روان دي.

تر دې وړاندې هم د کراچۍ په بېلا بېلو برخو کې د کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنخته شوي.