افغانستانخبرونه

د پاکستان له زندانونو ۲۸ نور افغان بندیان ازاد شول

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد له زندانونو څخه ۲۸ نور افغان بندیان هم ازاد شول او د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه وزارت وایي چې ياد کسان پرون ازاد شوي او د اسنادو نه درلودو په تور پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نيولي وو.

د سرچینې په وينا، يادو کسانو له یوې تر څلورو ورځو پورې زندان تېر کړی او دلته په راتګ يې تر نوملیکنې وروسته ورسره بېړنۍ مرستې شوي او د نورو مرستو لپاره مرستندویه ادارو ته ور پېژندل شوي دي.