خبرونهنړۍ

په سومالیا کې د الوتکې غورځېدو پېښه کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایی، په سومالیا کې د یوې هلیکوپټر د غورځېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، د سومالیا موګادیشو ښار اړوند عدن عدي نړیوال هوایي ډګر کې  د یوې هلیکوپټر د غورځېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

 دا هلیکوپټر د افریقايي اتحادیې د ملاتړ او ثبات ماموریت پورې اړوند وه.

 د راپور له مخې، د هلیکوپټر د ۸ سپرلیو څخه ۵ وژل شوي او ۳ نور د سختو سوځیدنو او ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې لامل د هلیکوپټر دننه د مهماتو چاودنه ښودل شوې.

د دغه الوتکې د غورځېدو له امله نږدې سیمو کې تاسیساتو ته هم زیان اوښتی.