افغانستانخبرونه

د اوسپنې پټلۍ له لارې ۹۵۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو چارو وزارت وایي، د روان لمریز کال د لومړیو درېیو میاشتو په موده کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۹۵۳ زره او ۲۰ میټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶ زره او ۹۴۶ مټریک ټنه، د اقینې بندر له لارې ۶۸۴ زره او ۳۶ متریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۵ زره او ۸۵۶ مټریک ټنه او د خواف-هرات له لارې ۷۱ زره او ۷۸۲ مټریک ټنه، چې ټولټال ۹۵۳ زره او۲۰ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یاد وزارت ویاند وایي، په دې موده کې تر ټولو زیات لېږد د حیرتان بندر او کم لېږد د آقینې بندر له لارې شوی، چې په دې کې ترانزیټي او صادراتی توکي هم شامل دي.

د هغه په وینا، وزارت هڅه کوي د لېږد لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.