
کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
چارواکي وایي، د تیرو څلرویشت ساعتونو پر مهال له ایران څخه ۳۱ زره افغانان د اسلام کلا له لارې هرات ته راستانه شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د کډوالو په چارو کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېسیون وایي، له یادو راستانه شویو څخه ۱۸۸۱۶ کسان په زور او ۵۹۹۲ کسان بیا په خپله خوښه هېواد ته راغلي دي.
د نوموړي په وینا، په دې بهیر کې ۲۷ بېسرپرسته ماشومان هم پېژندل شوي او خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د «اراراېاې» دفتر ته سپارل شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي ټينګار وکړ چې راستنېدونکو سره مرستې کېږي او یوازې د WASSA موسسې له لوري ۲۰۸۶۰ کسانو ته خوراکي توکي وېشل شوي دي.