خبرونهنړۍ

پاکستان د هند بورې د تړلو دیرش وسله والو د وژلو ادعا وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پوځ وایي، د هندوستان سر تړلي دیرش وسله وال یې د افغانستان سره فرضي کرښې ته نږدې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې وژلي دي.

د دغه هېواد پوځ ویلي، دغه کسانو غوښتل چې له افغانستان څخه پاکستان ته داخل شي، چې د دوی د ځواکونو لخوا د شمالي وزیرستان په حسن خېلو سیمه کې په نښه شول.

ویل کیږي، د دغه پېښې پر مهال یو شمېر وسلې او مهمات هم د پاکستان پوځ تر لاسه کړې ده.

په وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوي، چې پاکستان یې د اخري څو پر هند ور اچوي.

هند تر اوسه د دغه پېښې په اړه څه ندي ویلي.