خبرونهنړۍ

د اسرائیلو او حماس ترمنځ د اوربند د مذاکراتو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسید

کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

په قطر کې د اسرائیلو او د فلسطین د مقاومت تنظیم حماس ترمنځ د اوربند مذاکراتو لومړی پړاو بې پایلې پای ته ورسېد. 

فلسطیني سرچینو د بریتانیا خبري اژانس ته ویلي، چې په دوحه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره لومړی غیر مستقیم مذاکراتي پړاو بې پایلې پای ته ورسېد. 

سرچینو ویلي، چې د مذاکراتو لپاره راغلي اسرائیلي پلاوي ته د وروستي تړون ترلاسه کولو لپاره بشپړ واک نه و ورکړل شوی. 

بل خوا، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نیتن یاھو د شنبې په شپه ویلي و، چې د حماس وروستي غوښتنې د اسرائیل لپاره د منلو وړ نه دي، خو سره له دې، هغه په دوحه کې د لوړې کچې مذاکراتي ټیم استوي.