افغانستانخبرونه

کندهار کې یوې ځوانې میرمنې ځان وژنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د کندهار درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یوې ۲۹ کلنې میرمنې په زندۍ کولو سره ځآن وژنه کړې.

سرچینې وایي، دغه میرمنې د خپل خاوند له دویمې میرمنې سره په ګډ ژوند کې د ستونزې له امله ځآن وژنه کړې، چې خاوند یې هم پېښه تائید کړې ده.

د دغه پېښې په اړه طالبانو څه ندي ویلي او سرچینو هم د یادې میرمنې د هویت په اړه زیات معلومات ندي شریک کړې.

د تېرو څو ورڅو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځان‌وژنې ۹ پېښې ثبت شوې دي.

د دې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.