
کابل ټیلیګراف – ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د خيبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان زرګونه پښتنو نن د پاکستاني پوځ له لوري دغه خاوره باندې د عملیاتو په غبرګون کې پرلت پيل کړی دی.
پرلت کوونکي د دغو عملیاتو د نه منلو خبره کوي او ټينګار کوي چې «دا ځل به نه کورونو نه وځو.»
د شمالي وزیرستان په اتمانزو کې جوړې شوې دغې غونډې ته د شاوخوا سیمو او خېلونو ډلې ډلې ځوانان، مشران او تنکي ځوانان وروان دي او جرګه لا هم روانه ده.
د دغه پرلت ګډونوال وايي چې عملیات نه مني، باید پالیسي بدله شي ځکه د دغې سیمې اوسېدونکي نور د جګړې توان نه لري.
په شمالي وزیرستان کې د جګړو او وسله والو بریدونو تر ډېرېدو وروسته د پاکستان پوځ پرېکړه کړې چې دغلته به پوځي عملیات پيلوي.