
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
غزه کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په یوه برید کې ۵ اسرائیلي عسکر وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د غزې په شمالي سیمه بیت حنون کې د فلسطیني مقاومت کوونکو په یوه لوی برید کې ۵ اسرائیلي عسکر ووژل شول او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شول، همدا راز یو عسکر لادرکه شوی دی.
راپور وايي، فلسطیني مقاومت کوونکو یوه زغره وال موټر باندې چاودنه وکړه، چې له امله په ټانک کې ناست ټول اسرائیلیان ووژل شول او کله چې نور سرتیري یې ملاتړ ته ورغلل، هغه هم تر برید لاندې راغلل.
د عربي رسنیو په وینا، په برید کې نښه شوي اسرائیلي عسکر د “یهلوم” یونټ پورې اړه لرله، چې په غزه کې د فلسطیني کورونو د بارودي سرنګونو په مرسته ویجاړولو او تباه کولو کې تخصص لري.
د برید وروسته اسرائیلي چورلکې د پېښې ځای ته ورسېدې او ټپیانو د لېږد ترڅنګ یې سختې ډزې وکړې.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د پېښې په ځای کې سخته ګډوډي رامنځته شوې ده.