
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د کوزې پښتونخوا د پېښور په کوچي بازار سیمه کې په یوه کور کې اورلګېدنې له امله د دوو میرمنو په ګډون څلور تنه مړه شوي دي.
چارواکو ویلي، ټپي شوي څلور واړه کسان په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوي وو، خو د ټپونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د ژغورنې چارواکو په وینا، د اور وژنې ۴۰ کارکوونکو او ۶ موټرونو په وسیله لګیدلی اور کنټرول شو، خو تنګو کوڅو د اور وژنې په بهیر کې ستونزې رامنځته کړې.
چارواکو زیاته کړې، د اورلګېدنې لامل لا نه دی معلوم شوی.
د اور وژنې پر مهال د دوو اور وژونکو روغتیايي حالت هم خراب شوی.