ټولګټو وزارت: دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره ټنه انتقالات شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو په حکومت کې د ټولګټو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۴زره او ۶۷۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
ياد وزارت په يو خبرپاڼه کې ويلي چې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱زره او ۶۵۵ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۲زره او ۷۶۴ ټنه ، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۲۱۳زره او ۵۱۲ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۶زر او ۷۴۰ ټنه انتقالات ترسره شوي چې ټولټال ۱۶۴زره او ۶۷۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي: «هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.»
دغه وزارت ډاډ ورکړی چې ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.