افغانستانخبرونه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لېک ته د طالبانو غبرګون

کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې د افغانستان د امنیت ټينګښت، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې برخه کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه او د اقتصادي ودې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو سربېره له سیالۍ پرته افغانستان سره تعامل ته د هېوادونو هڅول مثبت ارزولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، سره له دې چې پرېکړه لیک د افغانستان د وضعیت په اړه دی، خو ځمکني واقعیتونه پکې له پامه غورځول شوي او د تسوید او تصویب پر مهال یې د اسلامي امارت نظر نه دی اخیستل شوی.

دغه راز په اعلامیه کې زیاته شوې، سربېره پر دې به هم د یادې پرېکړې سپارښتنې او غوښتنې د اسلامي لارښوونو او ملي ګټو په چوکاټ کې و ارزوي او د ممکنه همکاریو موارد به پکې تشخیص کړي.