افغانستانخبرونه

فرانسه کې اورلګېدنې شاوخوا ۱۱۰ کسان ټپيان کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو پر بنسټ؛ د فرانسې په دویم لوی ښار مارسېل کې د اورلګېدنې له امله د ۲۲ پولیسو او د اوروژنې نهو کارکوونکو په ګډون ۱۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

فرانسوي چارواکو ویلي، چې شاوخوا ۸۰۰ اوروژونکي د لمبو پر مهار بوخت دي، خو د تېزو بادونو له امله د اورلمبې په چټکۍ خپرې شوې دي.

 د دغې اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۴۰۰ کسان بې‌ځایه شوي او د مارسېل پروونیس هوايي ډګر الوتنې هم ځنډېدلي دي.