خبرونهنړۍ

ایټالیا کې یو کس د الوتکې انجن ته د ننوتلو له امله ومړ

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

په ایټالیا کې یوه کس امنیتي تدابیرو په ماتولو سره د الوتکې انجن ته د ننوتلو له امله ومړ.

د ایټالیا په درېیم تر ټولو بوخت میلان برګامو هوايي ډګر کې پرون سهار په ځاي وخت لس بجې یاده پېښه رامنځته شوه، چې له امله یې نږدې دوه ساعته ټولې الوتنې وځنډول شوې.

دا کس، چې عمر یې شاوخوا ۳۵ کاله ښکاري او ځايي اوسیدونکی دی، پرته له ټکټه هوايي ډګر ته ورغی، امنیتي تدابیر یې مات کړل او د یوه امنیتي دروازې له لارې هغه ځای ته ورسېد، چیرې چې د هسپانوي بودیجي الوتکې وولوټیا الوتکه ولاړه وه.

که څه هم پولیسو هڅه وکړه، چې د هغه مخه ونیسي، خو بریالي نشول چې د الوتکې انجن ته د هغه د ننوتلو مخه ونیسي.

تر اوسه معلومه نده، چې یاد کس په قصدي ډول دا عمل ترسره کړ او که کوم بل مشکل لري.