
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د بنو سیمې په میریان او هوید سیمو کې د پولیسو په یوه تاڼه او په یوه کور جلا ډرون بریدونه شوي، چې له امله یې یوه میرمن وژل شوې او درې نور ټپیان شوي دي.
د یاد هېواد ډان نیوز لیکلي: پولیس سرچینو ویلي چې لومړی ډرون برید د پولیسو پر تاڼه او دویم برید پر یوه کور شوی، چې له امله یې په سیمه کې سخت وېره او وارخطایي خپره شوه.
سرچینو ویلي، ډرون په لوړه کچه الوتنه کړې وه، چې په نښه کولو کې یې سیمه ییز نظامیان بریالي نشول.
د مۍ په ۱۹مه شمالي وزیرستان کې ډرون برید شوی و، چې د پاکستان پوځ یې مسؤلیت د هند اړوند وسله والو ډلو پورې اړوند وباله.
تر اوسه د یاد برید په اړه نور غبرګونونه ندي ښودل شوې.