افغانستانخبرونه

هېواد ته د ایران او پاکستان څخه ۲۶۰۴ کورنۍ راستنې شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د معلوماتو له مخې، پرون ۲۶۰۴ کورنۍ د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، ۴۹۶ کورنۍ د نیمروز د پل ابریشم له سرحد او ۲۰۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه او ۵۳ کورنۍ د ننګرهار د تورخم او ۴۵ کورنۍ د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته داخلې شوې دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو مشر ویلي، له ۱۴۰۴ کال له پیل څخه د سرطان تر شپږمې نېټې پورې ۷۱۷,۶۵۸ کسان له درېیو سرحدونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، سږ کال ۹۰۶۳۲۶ کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي.