
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اوکراین هېواد چارواکي وایي، روسیې ور باندې د جګړې له پیل څخه تر اوسه تر ټولو ستر برید نن سهار ترسره کړی.
دغه چارواکي وایي، په دې برید کې ۷۲۸ بې پیلوټه الوتکې او ۱۳ توغندي شامل وو.
د اوکراین دفاع وزارت ویلي، چې له توغول شویو بې پیلوټه او توغندیو څخه یې ۷۱۸ بې پیلوټه الوتکې او ۷ توغندي له منځه وړي.
تر اوسه د یاد برید د تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.